پاکستان سعودي عربستان ته د خپلو پوځیانو د استولو خبر ورکړ

د پاکستان پوځ اعلان کړی چې د سعودي عربستان د دفاعي وړتیاوو د پیاوړتیا په هدف یې دغه هېواد ته خپل پوځیان استولي دي.

دغه اقدام یوه ورځ وروسته له هغې کېږي چې د پاکستان، سعودي عربستان او ترکیې جګپوړو چارواکو په اسلام ‌اباد کې د مکې د ګډ دفاعي تړون په اړه خبرې وکړې.

د رویترز خبري اژانس د راپور له مخې، د پاکستان پوځ نن یکشنبه، د لیندۍ په اتمه، په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه پوځیان د شنبې په ورځ سعودي عربستان ته استول شوي دي.

د پاکستان پوځ نه دي ویلي چې دا ځل یې څومره پوځیان سعودي عربستان ته استولي او هغوی به د څومره مودې لپاره په دغه هېواد کې پاتې شي.

خو د پوځ له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د دغو پوځیانو استول د سعودي عربستان د امنیت، ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې لپاره د پاکستان د ټینګې او نه بدلېدونکې ژمنې څرګندونه کوي.

د پاکستان د پوځ په وینا، دغه ځواکونه به د شویو ژمنو او د دفاعي همکاریو د موجود چوکاټ له مخې د سعودي عربستان په خاوره کې فعالیت کوي.

په اعلامیه کې زیاته شوې چې د دغو ځواکونو د استولو هدف د نویو امنیتي اندېښنو په پام کې نیولو سره د سعودي عربستان د دفاعي وړتیاوو لا پیاوړي کول دي.

د رویترز د راپور له مخې، دا لومړی ځل دی چې د پاکستان پوځ سعودي عربستان ته د خپلو ځواکونو د استولو په اړه په علني توګه څرګندونې کوي.

د جمعې په ورځ په اسلام‌اباد کې د مکې د دفاعي ائتلاف د ستراتیژیکې، سیاسي او دفاعي کمېټې دوهمه غونډه ترسره شوه چې د پاکستان، سعودي عربستان او ترکیې جګپوړو ملکي او پوځي چارواکو په کې ګډون کړی و.

د مکې ګډ دفاعي تړون د روان میلادي کال په اګست میاشت کې وروسته له هغې لاسلیک شو چې په یمن کې د ایران پلوو حوثي وسله ‌والو او د سعودي عربستان له ملاتړه برخمنو ځواکونو ترمنځ جګړو زور واخیست او حوثیانو پر سعودي عربستان بریدونه وکړل.

د دغه تړون له مخې، پر یوه غړي هېواد وسله ‌وال برید پر درې واړو هېوادونو برید ګڼل کېږي.

رویترز د روان کال په مې میاشت کې راپور ورکړی و چې پاکستان د ایران پر وړاندې د امریکا او اسرائیل د جګړې پر مهال، له سعودي عربستان سره د یوه پخواني دفاعي تړون له مخې، دغه هېواد ته زرګونه پوځیان، د جنګي الوتکو یوه ټولګۍ او نور پوځي تجهیزات استولي وو.

دغه خبري اژانس په اکتوبر میاشت کې هم د یوه پاکستاني چارواکي په حواله راپور ورکړی و چې پاکستان له ۳۰ زرو تر ۴۰ زرو پورې پوځیان سعودي عربستان ته استولي دي، څو د دغه هېواد د ځمکنیو پولو په دفاع او د بې‌ پیلوټه الوتکو او توغندیو د بریدونو په مخنیوي کې مرسته وکړي.

خو یوه مهمه پوښتنه دا ده چې ایا پاکستاني ځواکونه به یوازې د سعودي عربستان دفاع کوي او که د یمن د حوثي وسله ‌والو پر وړاندې به په مستقیمه جګړه کې هم برخه اخلي؟

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند سجاد حیدر خان د اکتوبر په نهمه په اسلام‌اباد کې یوې خبري غونډې ته ویلي وو چې د مکې ائتلاف دفاعي بڼه لري او هدف یې د یرغل پر وړاندې د درې واړو غړو هېوادونو دفاع ده.

نوموړي څرګنده کړې وه چې پاکستاني ځواکونه به پر حوثیانو د بریدونو لپاره د یمن خاورې ته نه ننوځي، خو د سعودي عربستان د خاورې او ملي حاکمیت په دفاع کې به برخه واخلي.

اسلام‌اباد هغه مهال هغه راپورونه هم رد کړي وو چې ګنې پاکستاني جنګي الوتکو په یمن کې د حوثیانو پر وړاندې په هوايي بریدونو کې برخه اخیستې ده.

په دې اړه نور:

پر حدیده بندر د سعودي ائتلاف برید؛ حوثیانو د عربستان هوايي حریم ناامنه اعلان کړ

په همدې حال کې د سعودي عربستان په مشرۍ د پوځي ائتلاف ویاند تورکي المالکي نن یکشنبه رویترز ته ویلي چې که حوثیان د ملګرو ملتونو په ملاتړ د سولې طرحه ومني، د یمن جګړه سمدستي پای ته رسېدای شي، خو تر هغه وخته به دغه ائتلاف پر حوثیانو پوځي فشار ته دوام ورکړي.

بلخوا، د راپورونو له مخې، یوه جګپوړي حوثي چارواکي له سعودي عربستان سره د پاکستان او ترکیې پر دفاعي ائتلاف انتقاد کړی او ویلي یې دي چې د حوثیانو پر وړاندې هر نوی پوځي ائتلاف به ناکام شي.

ایران چې د یمن د حوثیانو ملاتړ کوي، هم مخکې د یمن په جګړه کې د پاکستان د احتمالي ښکېلتیا په اړه اندېښنه ښودلې وه.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي د اکتوبر میاشتې په لومړیو کې ویلي وو چې تهران سعودي عربستان ته د لسګونو زرو پاکستاني پوځیانو د احتمالي استولو په اړه راپورونه اورېدلي او هیله لري چې رښتیا نه وي.

نوموړي خبرداری ورکړی و چې د یمن په مسئله کې هر ډول نوې لاسوهنه به وضعیت لا پېچلی کړي.

د ایران د پارلمان د ملي امنیت او بهرني سیاست د کمېسیون غړي علاءالدین بروجردي هم ویلي وو چې د حوثیانو پر وړاندې په جګړه کې د پاکستان او ترکیې ګډون به د دغو دواړو هېوادونو په زیان تمام شي.

خو سعودي عربستان ته د پاکستاني پوځیانو د تازه استولو په اړه د دې راپور تر چمتو کېدو پورې د ایران د حکومت کوم رسمي غبرګون نه دی خپور شوی.

پاکستان چې له سعودي عربستان سره له لسیزو راهیسې نژدې پوځي او اقتصادي اړیکې لري، له خپل ګاونډي ایران سره هم د ښو اړیکو د ساتلو هڅه کوي او په وروستیو میاشتو کې یې د تهران او واشنګټن ترمنځ د منځګړیتوب رول هم لوبولی دی.

په ۲۰۱۵ میلادي کال کې هم، کله چې سعودي عربستان د حوثیانو پر وړاندې د پوځي ائتلاف مشري کوله، د پاکستان پارلمان په یوه خوله پرېکړه کړې وه چې دغه هېواد دې د یمن په جګړه کې بې‌ طرفه پاتې شي، خو که د سعودي عربستان ځمکنۍ بشپړتیا یا اسلامي مقدس ځایونه له ګواښ سره مخ شي، پاکستان به د سعودي عربستان ترڅنګ ودرېږي.

اوس چې د سعودي عربستان او حوثیانو ترمنځ جګړو بیا زور اخیستی، د اسلام ‌اباد لپاره یوه مهمه ننګونه دا ده چې څنګه له ریاض سره خپلې دفاعي ژمنې عملي کړي، پرته له دې چې په یمن کې په مستقیمه جګړه کې ښکېل شي او له تهران سره یې اړیکې زیانمنې شي.