د بې پولې ډاکټرانو ټولنه وایي چې په غزې ښار کې پر یوه کلینیک د اسرائیل په هوايي برید کې د دې ټولنې دوه کارکوونکي وژل شوي دي. دا برید د جمعې په ماښام، د لیندۍ په شپږمه، په غزه کې له اوربند سره سره شوی دی.
د بې پولې ډاکټرانو ټولنې د شنبې په ورځ دغه برید وغانده او ویې ویل چې کلینیک د دې ټولنې په نښان مشخص شوی و او د موقعیت په اړه یې هم د اسرائیل پوځ ته معلومات ورکړل شوي وو.
بلخوا د اسرائیل پوځ ادعا کړې چې دوه وژل شوي کسان، احمد ابو حصیره او معاذ صبح، د حماس ډلې غړي وو او د دې ډلې په پوځي فعالیتونو کې یې هم ونډه لرله.
حماس د امریکا د متحدو ایالتونو او اروپايي ټولنې له خوا د یوه ترهګریز سازمان په توګه پېژندل شوی دی.
د روغتیا د نړیوال سازمان مشر تدروس ادهانوم ګبریسوس په غزه کې پر روغتیايي مرکزونو او بشري مرستندویو کارکوونکو بریدونه «پارونکي او د نه منلو وړ» بللي او د دغو بریدونو د بندېدو غوښتنه یې کړې ده.
د بېپولې ډاکټرانو ټولنې په وینا، د دغو دوو کارکونکو په وژل کېدو سره په غزه کې د جګړې له پیله د دې ټولنې د وژل شویو کارکوونکو شمېر ۱۷ ته رسېدلی دی.