د افغانستان د پېژندل شوي سندرغاړي وحید صابري مړی د شنبې په ورځ، د لیندۍ په اوومه، کابل ته ولېږدول شو او د شهدای صالحین په هدیره کې د نامتو سندرغاړي احمد ظاهر قبر ته نږدې خاورو ته وسپارل شو.
په ټولنیزو شبکو کې خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې ګڼو خلکو د دغه هنرمند جنازه پر اوږو تر هدیرې پورې لېږدوله. یو شمېر هنرمندانو او د هغه د هنر مینه والو هم د نوموړي د جنازې او خاورو ته سپارلو په مراسمو کې ګډون کړی و.
صابري د زړه د ناروغۍ له امله د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې ومړ. په تاشکند کې د افغانانو د ټولنې مشر نعمتالله رحماني ویلي چې د نوموړي مړی د تیرې شنبې په سهار، د لړم په دېرشمه، په خپل کور کې وموندل شو.
وحید صابري د ۱۳۶۰مې لسیزې د افغانستان له نوموتو سندرغاړو او د «باران» په نوم د موسیقۍ ډلې له غړو څخه و چې هغه مهال یې مشري فرهاد دریا کوله. نوموړي د افغانستان په راډیو ټلویزیون کې له سلو زیاتې سندرې ثبت کړي او له هیواده بهر یې په یوشمیرفیستوالونو کې هم د افغانستان په استازیتوب ګډون کړی و.
د وحید صابري مړینې په ټولنیزو شبکو کې ګڼ غبرګونونه پارولي او مینه والو یې د هغه مړینه د افغانستان د موسیقۍ د هنر لپاره یوه لویه ضایعه بللې ده.