په کونړ کې یوه ښوونځي ته نژدې چاودنې ته غبرګونونه؛ یونیسف د ماشومانو د خوندیتوب غوښتنه وکړه

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) د کونړ ولایت د شګۍ منځني ښوونځي ته نژدې چاودنې په غبرګون کې د ښوونځیو او ماشومانو د خوندیتوب پر اړتیا ټینګار کړی دی.

یونیسف د شنبې په ورځ د لیندۍ په ۷مه پر خپله ایکسپاڼه په دې چاودنه کې د ګڼو ماشومانو پر وژل کېدو او د یو شمېر نورو پر ټپي کېدو خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې ښوونیز مرکزونه باید د ټولو ماشومانو لپاره خوندي ځایونه وي.

یونیسف زیاته کړې چې همکارې ادارې یې د پېښې په ځای کې حضور لري او له چاودنې ژوندي پاتې شویو کسانو ته د ژوند ژغورنې روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.

په همدې حال کې د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینزي هم په دې چاودنه کې د زده ‌کوونکو پر وژل کېدو ژوره خواشیني څرګنده کړې او د ماشومانو مړینه یې «ټکان ورکوونکې» بللې ده.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق هم پر دې پېښه خواشیني څرګنده کړې او د چاودنې د علت په اړه یې د شفافو څېړنو غوښتنه کړې ده.

نوموړي ښوونځي ته نژدې د چاودېدونکو توکو د ساتلو په اړه راپورونه د پوښتنې وړ بللي او ټینګار یې کړی چې له ترهګریزو فعالیتونو سره د دې پېښې هر ډول احتمالي تړاو باید روښانه او مسوول کسان یې ځواب ویلو ته اړ کړل شي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د شنبې په ورځ د کونړ ولایت په مرکز اسعداباد کې یوه ښوونځي ته نژدې چاودنې لږ تر لږه ۱۰ کسان وژلي او ۱۱۰ نور یې ټپیان کړي چې ډېری قربانیان یې د ښوونځي زده‌ کوونکي دي.

طالبانو د دې پېښې علت ښوونځي ته نژدې د چاودېدونکو توکو په ساتلو کې د کانونو د استخراج د یوه شرکت بې ‌احتیاطي بللې ده.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د دې پېښې د څرنګوالي د روښانولو لپاره به نورې څېړنې هم ترسره شي.