عبدالله د اسعدآباد یو اوسیدونکی دی چې وایي په خپل دوکان کې ناست وچې چاودنه وشوه او سمدستي یې د پیښې ځای ته ور ودانګل. نوموړی چې په خپله هم په دې پیښه کې برسیرن ټپی شوی، په دې غږیز پیغام کې چې ازادي راډیو ته یې رااستولی، له چاودنې سمدستي وروسته د پیښې ځای داسې انځوروي.
" همداسې چې موږ صحنې ته لاړو، نو په دغه اطاق کې دغه استادان چې وو، هغوی هم بهرته له ویرې راووتل ځکه وهم اخیستي و، دغه وو او دا ماشومان چې وو دا په وینو کې لت پت پراته وو او د مکتب شیشې او هرڅه مات وو."
ماشومان چې وو دا په وینو کې لت پت پراته وو
د کونړ د شنبې ورځې خونړۍ چاودنې، چې د ښوونځي د زده کوونکو په ګډون یې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې، دا پوښتنې یو ځل بیا مطرح کړي چې استوګنیزو سیمو او ښوونځیو ته نژدې د چاودېدونکو توکو ساتل د خلکو ژوند څومره له خطر سره مخامخ کولی شي او د دغو خطرونو د مخنیوي لپاره باید مسوولې ادارې څه اقدامات وکړي؟
د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي، لومړنۍ څېړنې ښيي چې چاودنه د کانونو د استخراج د شرکتونو اړوند د چاودېدونکو توکو په یوه زېرمتون کې د غفلت او بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.
د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ رییس سمیع الحق بیان تر دې مخکې ویلي وو چې دغه چاودېدونکي توکي یوه ښوونځي ته څېرمه په یوه کور کې د کانونو د استخراج لپاره ساتل کېدل.
دا پیښه د کونړ د مرکز اسعدآباد اندرسیر سیمې په شګۍ منځني ښوونځي کې سهارشاوخوا لس بجې هغه مهال رامنځته شوه چې زده کونکي په ټولګیو کې په زده کړو بوخت وو. د ښوونځي د چارواکو په وینا په دې ښوونځي کې شاوخوا اونیم سوه زده کونکي زده کړې کوي او دیارلس ښوونکي ورته تدریس کوي.
په دې اړه مو چې ایا د ښوونځي مسولین یا نور سیمه ییز چارواکي له دې خبروو چې چاودیدونکي توکي د ښوونځي په ګاونډ کې په یوه کورکې ساتل کیدل، د شګۍ ښوونځي له مدیر ظهور افغان څخه وپوښتل. نوموړی وایي چې ده نوي په دې ښوونځي کې دنده پیل کړې وه او له ډیرو مسایلو خبر نه وو.
" زه دې مکتب ته خو نوی خدمتي شوی یم. دا دوه میاشتې مې کیږي چې دغه مکتب ته یې بدل کړی یم او دلته تللی یم او دې مکتب کې د دې شي په باره کې ماته هیڅ معلومات نشته چې د کانونو څه وو که څه شی و، هیڅ په دغه باره کې زه پوره معلومات نه لرم."
نوموړی چې وایي په خپله هم برسیرن ټپي شوی، پیښه داسې انځوروي: " دننه کوټه کې ما یوه صنف ته تدریس کاوه، لس بجې وي په تدریس کې ومه، هیڅ پوه شوی نه یم خو یو غړز شو او دا کوټې موټې او د دوو کوټو چتونه خراب شول، د اشدارو(کړکیو) ښیښې ماتې شوې او د کوټې چت هم راولوید."
په دې اړه نور:
د کونړ په یوه ښوونځي کې خونړۍ چاودنه؛ ۱۰ کسان وژل شوي او ۱۱۰ نور ټپیان ديله پیښې سمدستي وروسته د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر ضیاالرحمن سپین غر ازادي راډیو ته وویل چې په دې پیښه کې اوه زده کونکي وژل شوي او ۹۳ زده کونکي او څلورلارویان ټپیان شوي دي. خو د دې راپور تر چمتو کیدو پوره د وژل شویو کسانو شمیر شاوخوا لسو او د ټپیانو له سلو اوښتی دی. په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شویو ویډیوګانې کې لیدل کیږي چې خلک ټپي ماشومان په غېږ کې روغتون ته لېږدوي. ډیری ټپیان د کونړ ولایتي روغتون ته وړل شوي خو روغتیاپالانو ویلي هغه کسان چې په دې روغتون کې یې درملنه شونې نه وه جلال اباد ته هم ته لېږدول شوي دي.
د حکومتونو او ادارو مکلفیت دی چې خلکو ته هم خبرداری ورکړي او قانوني او د سپلیني تدابیر ونیسي
په کونړکې دې خونړۍ پیښې ته په پام دا پوښتنه راپورته کیږي چې ولې په یوه استوګنیزه سیمه کې او ښوونځي ته دومره نژدې د دغو توکو د ساتلو اجازه ورکړل شوې وه او ولې مسوولو ادارو د احتمالي خطر د مخنیوي لپاره پر وخت اقدام نه و کړی؟ دا پوښتنه مو په تیرجمهوریت کې د افغانستان د پوهنې له سرپرست وزیر ابراهیم شینواري څخه وکړه. نوموړی وایي، متاسفانه دا یو واقعیت دی چې په افغانستان کې دا ډول پیښې کیږي خو دا باید معلومه شي چې دې ښوونځي ته نژدې باروت چا او د څه د پاره ساتلي و.
" دا باید وڅیړل شي چې دا باروت چاساتلي وو، د څه دپاره یې ساتلي وو، ولې یې ساتلي وو او په عین حال کې د حکومتونو او ادارو مکلفیت دی چې خلکو ته هم خبرداری ورکړي او قانوني او د سپلیني تدابیر ونیسي چې دغه ډول د غیرقانوني باروتو د اخیستلو، ساتلو، انتقال او د دغسې احتمالي فاجعو مخنیوی وشي."
د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د پېښې د څرنګوالي د معلومولو لپاره به نورې څېړنې هم وشي.
خو ښاغلی شینواري وایي، چارواکو ته پکارده چې د داډول زړه بوګنونکو پیښو د مخنیوي لپاره په خپل وخت اقدامات وکړي او اجازه ورنکړي چې چاویدونکي توګي د ښوونځیو په ګډون د استوګنې سیمو او نورو عام المنفعه ځایونو ته نژدې زیرمه شي. " چارواکو باندې غږکوو چې د دې مخه ونیسي او د دې دپاره یوه دقیقه پالیسي جوړه کړي چې نورې داسې غمیزې تکرارنشي."