د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع په یو غږیز پیغام کې د افغانستان ملي راډیو تلویزیون ته ویلي چې د کونړ ولایت د مرکز اسعد اباد اړونده د اندرسیر سیمې د شګۍ په نوم په یوه ښوونځي کې د نننۍ چاودنې له کبله ۱۰ کسان وژل شوي او ۱۱۰ نور ټپیان شوي دي.
له دې مخکې د کونړ ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر ضیاالرحمن سپین غر ازادي راډیو ته په دې پېښه کې د ۷ زده کوونکو وژل کیدل او د ۴ لارویانو په ګډون د ۹۷ زده کوونکو ټپي کیدل تایید کړي وو.
د شګۍ په نوم ښوونځي د چاودنې له کبله ۱۰ کسان وژل شوي او ۱۱۰ نور ټپیان شوي ديعبدالمتین قانع
د سپین غر په خبره چې چادونه ښوونځي ته نژدې په هغه کور کې رامنځته شوي چې د کانونو د استخراج انفجاري مواد په کې ساتل کیدل.
هغه ازادي راډیو ته وویل،"هلته ښوونځي ته څیرمه یو کور و چې د کونړ د کانونو د کېندنې او د کونړ ـ نورستان ترمنځ په لویه لار کې د اړتیا لپاره انفیلاقي مواد ساتل کیدل چې دغو موادو چاودنه کړې او په پایله کې یې دې کور ته نژدې ښوونځي ته زیان اوښتی چې ۷ تنه زده کوونکي په کې شهیدان شوي او ۹۷ نور ټپیان شوي دي".
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع یو شمېر رسنیو ته ویلي چې د پېښې په اړه د دوی څېړنې پیل شوي دي.
د هغه په خبره، "د لومړنیو پلټونو له مخې چاودنه یاد ښوونځي ته څېرمه د کان کیندونکو شرکتونو د چاودېدونکو موادو په یوه ډیپو کې د غفلت او بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې چې د پېښې د لا وضاحت په اړه پلټنې روانې دي."
د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس ویلي چې د چاودنې له کبله د ښوونځي ترڅنګ د شاوخوا کورونو ودانۍ هم زیانمنې شوې دي.
د ښوونځي مدیر ظهور افغان د ازادي راډی د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې د کانونو چاودنې توکي ښوونځي ته څېرمه ساتل کېدلې له موضوع څخه ناخبري وښوده.
هغه ازادي راډیو ته وویل، " تقریباً دوه میاشتې مې کېږي چې دې ښوونځي ته راغلی یم، ماته هېڅ معلومات نشته چې دلته د کانونو انفجاري مواد ساتل کېدل ".
په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شویو ویډیوګانې کې لیدل کیږي چې خلک ټپي ماشومان په غېږ کې روغتون ته لېږدوي.
ټپیان تر ډېره د کونړ ولایتي روغتون ته وړل شوي خو روغتیاپالانو ویلي هغه کسان چې دغلته یې درملنه شونې نه وه جلال اباد ته هم ته لېږدول شوي دي.
د کونړ د مرکز اسعد اباد اړونده د اندر سېر سیمه د کونړ او نورستان ترمنځ پر غځېدلې لار په یوه تنګه غرنۍ دره کې پرته ده.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو راشدخان او محمد نبي عیسي خیل پر دغه پېښې خواشیني څرګنده کړې ده.
راشدخان پر خپلې فیسبوک پاڼې دغه پېښه دردونکې بللې او ویلي دي "هغه ماشومان چې د زده کړې او روښانه راتلونکې په هیله ښوونځي ته راغلي وو، له داسې دردونکې پېښې سره مخ شول چې ویر یې پر ټول وطن خپور دی".