د استرالیا حکومت وايي د زهیر حسیب په نوم خپل یو افغانالاصله وګړی او د کاظم حماد په نوم یو بل سړی یې ایران سره د همکارۍ په تور د ترهګرۍ د تمویل ضد تعزیراتو په لېست کې شامل کړل.
د استرالیا بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ (د لیندۍ شپږمه) وویل دغو دوه کسانو د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو په لمسه په استرالیا کې یهودیانو باندې د اور اچوونکو موادو په وسیله بریدونو کې لاس درلود.
اعلامیه زیاتوي چې دغو دوو کسانو په ۲۰۲۴ کال کې په سیدني کې په یوه رستورانت او په ملبورن کې په یوه کنیسه بریدونو کې لاس درلود.
خبر زیاتوي چې زهیر حسیب په استرالیا کې زېږېدلی دی، د افغانستان او استرالیا د دواړو تابعیت لري او د هستونګې ځای یې ایران ثبت شوی دی.
د استرالیا حکومت وايي لګېدل شویو تحریمونو سره سم د دغو کسانو له شتمنۍ څخه کار اخیستل یا دوی ته مالي سرچینې برابرول جرم ګڼل کېږي او تر ۱۰ کلونو د بند سزا به ولري.
استرالیا خپل دغه اقدام د ترورېزم په وړاندې د مبارزې او په استرالیا کې د سپاه پاسداران ځواکونو د فعالیت د مخنیوي لپاره یو ګام بللی دی.