کندز کې د یوه نوي روغتیايي مرکز جوړېدل؛ ۶۰ زره کسان به ترې ګټه واخلي

کندز کې نوی جوړ شوی روغتیايي مرکز

د پناه غوښتونکو لپاره د ملګرو ملتونو ستره کمېشنرۍ (یواېن‌اېچ‌سي‌ار) وايي په کندز کې د دغه سازمان له نوي روغتیايي مرکز څخه به ۶۰ زره کسان ګټه واخلي.

دغه سازمان د جمعې په ورځ خپله اېکس‌پاڼه کې د دغه مرکز د تصویرونو په خپرولو سره د سیمې د یو مشر له قوله ویلي چې "دا به روغتیايي خدماتو ته د خلکو لاسرسی ډېر ښه کړي".

د نواباد روغتیايي مرکز د افغانستان د بشري مرستو اماني صندوق له لارې د سعودي عربستان او اسلامي پراختیايي بانک په مالي ملاتړ جوړ شوی.

په عین حال کې افغانستان کې د طالبانو د حکومت د روغتیا وزیر نور جلال جلالي کابل کې د متحده عربي اماراتو مرستیال سفیر سره په غونډه کې د افغانستان د روغتیايي اړتیاوو او په هېواد کې د روغتیايي خدماتو د پراختیا په هکله خبرې کړې دي.

د روغتیا وزارت اعلامیه وايي چې د اماراتو مرستیال سفیر د افغانستان روغتیايي سکټور سره د مرستو او ملاتړ د دوام ډاډ ورکړی دی.

د یادونې وړ ده چې په تېرو درېیو کلونو کې افغانستان ته له ګاونډیو هېوادونو د میلیونونو کډوالو په ستنېدو سره د افغانستان د روغتیايي خدماتو سیستم تر ډېر فشار لاندې راغلی دی.

ملګرو ملتونو هم په دې وروستیو کې خبرداری ورکړ چې د نړیوالو مرستو د کمېدو په نتیجه کې به سږ کال تر ۷۰۰ روغتیايي مرکزونه یا وتړل شي او یا به له مالي ستونزو سره مخ شي.