د طالبانو د حکومت له والي سره د خوست مېشتو هندوانو مشرانو لیدنه

د خوست ولایت لپاره د طالبانو د حکومت له والي سره د دغه ولایت مېشتو هندوانو مشرانو لیدنه

د خوست مېشتو هندوانو مشرانو د دغه ولایت لپاره د طالبانو د حکومت له والي سره په غونډه کې خپلې ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه شریک کړي.

سره له دې چې خبر کې نه‌دي راغلي چې هندو مشرانو په مشخصه توګه کومې ستونزې او غوښتنې مطرح کړي، خو د جایدادونو غصب، تبعیض او د مذهبي ازادۍ محدودیتونه په افغانستان کې د هندو او سېک اقلیت تر ټولو لویې ستونزې ګڼل کېږي.

د خوست ولایت ویاند مستغفر ګربز په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې والي مولوي عبدالرحمن حقاني دغو مشرانو ته ډاډ ورکړی دی چې د هېچا حق به تر پښو لاندې نه‌شي او د دوی غوښتنو او ستونزو ته به بشپړه رسېدنه وشي.

د اوږدمهالو جګړو، امنیتي ګواښونو او تبعیض له امله د هندوانو او سېکانو ډېری غړي هند، اروپا، کاناډا او نورو هېوادونو ته کډوال شوي دي.

د راپورونو پر اساس، په افغانستان کې د هندوانو او سېکانو شمېر ډېر کم شوی او د ټولنې د له‌منځه تلو اندېښنې زیاتې شوې دي.