ټرمپ د عراق د صدراعظم د مرکزي حکومت د واک د پراختیا له هڅو ملاتړ وکړ

ارشیف، په سپینه ماڼۍ کې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ سره د عراق د صدراعظم علي الزیدي یوه لیدنه

د امریکا ولسمشر د عراق د صدراعظم د هغو هڅو ملاتړ وکړ چې پر هېواد د مرکزي حکومت د واک پراختیا، د تېلو د قاچاق د مخنیوي او د مرکزي دولت په لاس کې د وسلو د انحصار لپاره‌یې ترسره کوي.

ډونالد ټرمپ د جمعې په ورځ «د لیندۍ په شپږمه» په خپله ټولنیزه شبکه «تروت سوشیال» کې لیکلي: "موږ د عراق د صدراعظم علي الزیدي د هغو هڅو ملاتړ کوو چې په ټول عراق کې د دولت د اقتدار د نافذولو، د تېلو د قاچاق د مخنیوي او د فساد د ختمولو لپاره‌یې ترسره کوي او ټولې وسلې د دولت تر انحصاري کنټرول لاندې راولي."

د ټرمپ دا پیغام څو ساعته وروسته له هغې خپور شو چې د عراق د حکومت ویاند حیدر العبودي وویل، د ۲۰۰۸ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ د مرکزي حکومت له څارنې پرته د کردستان سیمې د تېلو د صادراتو له امله اوښتي زیانونه له ۱۰۰ میلیارده ډالرو اوښتي دي.

د نوموړي په وینا، د عراق حکومت، د دولتي «سومو» شرکت له مېکانیزم پرته د تېلو هر ډول صادرات، په ځانګړې توګه که عواید یې د دولت خزانې ته ونه‌سپارل شي، قاچاق ګڼي.

د عراق صدراعظم علي الزیدي د سې‌شنبې په ورځ امر وکړ چې د دغه هېواد په څلورو ولایتونو کې د کردي ځواکونو تر کنټرول لاندې د تېلو د ساحو مدیریت او د کردستان سیمې د ټولو سرحدي بندرونو کنټرول دې د مرکزي حکومت ادارو ته وسپارل شي.

د کردستان سیمې لومړي وزیر مسرور بارزاني د دغو پرېکړو مخالفت کړی او د کردستان سیمه‌ییز حکومت هم ویلي چې دا پرېکړې د عراق له اساسي قانون سره په ټکر کې دي.