د افغانستان د بزکشي او نیزه‌بازي د غوره لیګ اتم پړاو د لیندۍ په ۱۵مه پیلېږي

ارشیف، افغانستان کې بزکشي

د افغانستان د بزکشي، نیزه‌بازۍ او محلي ورزشونو فدراسیون، د لیندۍ په ۱۵مه، د افغانستان د بزکشي او نیزه‌بازي د غوره لیګ د اتم پړاو «بلخ سټیل» د سیالیو د پیل خبر ورکوي.

فدراسیون وايي چې په دغو سیالیو کې به یو شمېر بهرني چاپندازان هم برخه واخلي.

خو دا نه‌دي ویل شوي چې په سیالیو کې د افغان چاپندازانو ترڅنګ د کومو هېوادونو ورزشکاران برخه اخلي او کله به پای ته ورسېږي.

د افغانستان د بزکشي، نیزه‌بازي او محلي ورزشونو فدراسیون د جمعې په ورځ په خپله فېس‌بوک پاڼه د کابل د یکه‌توت په میدان کې د دغه لیګ لپاره د تیاري نیولو یوه وېډیو هم خپره کړې ده.

د افغانستان د بزکشي د غوره لیګ د اووم پړاو «یما پټرول» سیالۍ د تېر ۱۴۰۴ کال د لیندۍ له ۲۰مې د مرغومې تر لومړۍ نېټې ترسره شوې چې د تاجیکستان، قرغزستان او قزاقستان چاپندازانو هم په‌کې برخه اخیستې وه.

د سیالیو په پای‌لوبه کې د سرپل لوبډلې د بدخشان لوبډلې ته ۷ د صفر پر وړاندې ماتې ورکړه او د اووم پړاو اتلولي یې خپله کړه.