ملګري ملتونه: د افغانستان په ګډون د نړۍ په ۱۶ سیمو کې به لوږه زیاته شي

د ملګرو ملتونو دوو ادارو خبرداری ورکړی چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې به د نړۍ په ۱۶ بحراني سیمو کې لوږه د پام وړ زیاته شي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان او د خوړو نړیوال پروګرام نن جمعه د لیندۍ په ۶ په یوه ګډ راپور کې ویلي چې سوډان، جنوبي سوډان، سومالیا، د نایجیریا شمالي برخې او یمن د لوږې له تر ټولو جدي ګواښ سره مخامخ دي.

په راپور کې افغانستان، هایټي، د کانګو دیموکراتیک جمهوریت او د غزې تړانګه هم د هغو سیمو په ډله کې راغلي چې د لوږې وضعیت یې د جدي اندېښنې وړ بلل شوی دی.

د خوړو نړیوال پروګرام تر دې مخکې اټکل کړی و چې په روان ژمي کې به په افغانستان کې ۱۹ میلیونه او ۲۰۰ زره کسان د خوړو له سخت کمښت سره مخامخ شي.

د ملګرو ملتونو دغو دوو ادارو وسله والې جګړې، اقتصادي ستونزې، د نړیوالو بشري مرستو کمېدل او اقلیمي بدلونونه د لوږې د زیاتېدو عمده عوامل بللي دي.

دوی خبرداری ورکړی چې په راتلونکو میاشتو کې وچکالي، سخته ګرمي او سېلابونه هم ښايي د نړۍ په ځینو برخو کې د لوږې بحران لا پسې پراخ کړي.