د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینیټ د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي پر وړاندې د مبارزې د نړیوالې ورځې په مناسبت له افغان ښځو او نجونو خپل ملاتړ څرګند کړی دی.
بینیټ د پنجشنبې په ورځ د لیندۍ په ۵ پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې د سږني ۱۶ ورځني کمپاین موخه د عدالت تأمین، له تاوتریخوالي د ژوندي پاتې شویو کسانو ساتنه او له مجازاتو څخه د معافیت پای ته رسول دي.
د هغه په وینا، د دغه کمپاین موضوع د افغانستان د ښځو او نجونو لپاره ځانګړی اهمیت او فوري ضرورت لري.
بینیټ ویلي چې د افغان ښځو او نجونو ترڅنګ ولاړ دی او د هغوی له دې حقه ملاتړ کوي چې د جنسیت پر بنسټ له هر ډول تاوتریخوالي څخه خوندي ژوند ولري.
د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو دغه ۱۶ ورځنی نړیوال کمپاین چې د نومبر په ۲۵مه پیل شوی، د ډسمبر تر لسمې، د بشري حقونو تر نړیوالې ورځې پورې دوام کوي.
طالبانو پر افغانستان له بیا واکمنېدو راهیسې د ښځو او نجونو پر زده کړو، کار او په ټولنیز ژوند کې د هغوی پر ګډون پراخ محدودیتونه لګولي دي.