اوچا: پر ښځینه مرستندویه کارکوونکو محدودیتونه افغان ښځې او نجونې له خطر سره مخامخ کوي

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، پر افغان ښځینه مرستندویه کارکوونکو لګول شوي محدودیتونه د دې خطر زیاتوي چې ښځې او نجونې له ژوند ژغورونکو مرستو، حیاتي معلوماتو او خوندي ملاتړ څخه بې برخې شي.

اوچا د جمعې په ورځ د لیندۍ په ۶ پر خپله ایکسپاڼه د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي پر وړاندې د مبارزې د ۱۶ ورځني کمپاین په مناسبت لیکلي چې هېڅ ښځه او نجلۍ باید له مرستو بې برخې نه شي.

دغه سازمان غوښتنه کړې چې ښځینه مرستندویه کارکوونکو ته اجازه ورکړل شي، څو اړمنو کسانو ته ورسېږي.

طالبانو د ۱۴۰۲ لمریز کال د وري په ۱۵مه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په ادارو کې د افغان ښځو پر کار کولو بندیز ولګاوه. تر دې وړاندې یې د ۱۴۰۱ کال د مرغومي په درېیمه په کورنیو او نړیوالو نادولتي موسسو کې هم د ښځو پر کار کولو بندیز لګولی و.

د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي پر وړاندې د مبارزې نړیوال کمپاین هر کال د نومبر له ۲۵مې د ډسمبر تر لسمې دوام کوي.