د کونړ یو ځنګل کې لګېدلی اور له شاوخوا ۱۰۰ هکتاره سوځولو وروسته کنټرول شو

ارشیف، د نورستان یو ځنګل کې اورلګېدنه

کونړ کې د طالبانو د حکومت د طبیعي پېښو سره د مبارزې دفتر د پنجشنبې په ورځ «د لیندۍ په پنځمه» اعلان وکړ چې د ناړۍ ولسوالۍ د ځنګلونو اور له شاوخوا ۱۰۰ هکتاره ځنګل سوځولو وروسته کنټرول شوی دی.

دفتر زیاته کړه چې اور د لیندۍ په لومړۍ نېټه د ناړۍ ولسوالۍ د دانچګل په سیمه کې ولګېد.

د ناړۍ ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال امین‌الله شهاب مخکې سیمه‌ییزو رسنیو ته ویلي و چې اور د نښتر، بلوط او منځو ونې سوځولې دي.

د نوموړي په وینا، د پېښې په پایله کې دوه ماشومان مړه او پلار یې ټپي شوی دی.

هغه دا هم وویل چې اور هغه وخت پیل شو کله چې یو شپون د ځان ګرمولو لپاره اور ولګاوه، خو وروسته‌یې لمبې ځنګل ته خپرې شوې.

په دې وروستیو کلونو کې د کونړ او نورستان ولایتونو په ځنګلونو کې ورته اورونه پخوا هم رامنځته شوي دي چې د ځنګلونو لویه برخه‌یې زیانمنه کړې ده.

کنړ او نورستان د افغانستان تر ټولو شنه ولایتونه ګڼل کېږي چې په ځنګلونو پوښل شوي او د افغانستان لرګي تر ډېره له دې ولایتونو څخه ترلاسه کېږي.