اروپايي اتحادیې د افغان ښځو او نجونو سره خپل پیوستون اعلان کړ

دې اتحادیې د خپلو کارکوونکو یو عکس هم خپور کړ چې په‌کې دوی د نارنجي شالونو په اغوستلو د افغان ښځو او نجونو سره خپل پیوستون اعلان کړ.

اروپايي اتحادیې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له‌منځه وړنې د نړیوال کمپاین سره په همغږۍ کې د افغان ښځو او نجونو د حقونو لپاره پر خپل ملاتړ ټینګار وکړ.

دې اتحادیې د پنجشنبې په ورځ «د لیندۍ په پنځمه» د اېکس ټولنیزې شبکې په یوه پیغام کې د خپلو کارکوونکو یو عکس هم خپور کړ چې په‌کې دوی د نارنجي شالونو په اغوستلو د افغان ښځو او نجونو سره خپل پیوستون اعلان کړ.

اروپايي اتحاديې وویل چې افغان ښځې او نجونې حق لري چې له تاوتریخوالي پرته ژوند وکړي، زده‌کړه ترلاسه کړي، کار وکړي او د خپل راتلونکي په ټاکلو کې رول ولوبوي.

طالبانو، د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې واک ته له ستنېدو وروسته، له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده‌کړو څخه محرومې کړې او د ښځو په کار او ټولنیز مشارکت‌یې پراخ محدودیتونه ولګول.

خو طالب چارواکو تل ادعا کړې چې دوی د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونه تأمین کړي دي.