هند کې د یوه سیاستوال د لور شانداره واده؛ څلور لکه کسانو ګډون کړی

ارشیف، هند کې د واده مراسم. انځور تزئیني بڼه لري.

شاوخوا څلور لکه خلکو د بیهار په ایالت کې د یوه هندي سیاستوال د لور د واده په مراسمو کې ګډون وکړ.

د دغه شاندارو مراسمو پر مهال د غونډې ځای ته تلونکي سړکونه بند شوي و.

اننت سېنګ چې د بیهار ایالت یو سیاستوال دی او د قتل تورونو په ګډون د لسګونو قانوني قضیو سره مخ دی، د چهارشنبې په ورځ‌یې د مراسمو کوربه‌توب وکړ.

د فرانسې د خبري اژانس راپور زیاتوي چې د مېلمنو د هرکلي لپاره ۵۰۰ زره دودیز خواږه خواړه برابر شوي وو او ۵۰۰ اشپزانو د خوړو په پخولو کې برخه درلوده.

خپاره شوي انځورونه ښیي چې ګڼه‌ګوڼه دومره ډېره وه چې ځیني کسان د مراسمو د لیدلو لپاره ونو او د برېښنا ستنو ته ختلي و.

ناوې په یوه لوکس «بي‌اېم‌وې» موټر او زوم د شاوخوا ۲۰۰ موټرو په بدرګه مراسمو ته راغلل.

په هند کې ګران او شاندار ودونه کومه نوې خبره نه‌ده.

هندي سوداګرو، هنرمندانو او سیاستوالو پخوا هم شاندار مراسم ترسره کړي چې سلګونه زره خلک ورته بلل شوي وو.