خیبرپښتونخوا کې د پولیو ناروغۍ لسمه مثبته پېښه ثبت شوه

د خیبرپښتونخوا په کرک سیمه کې د پولیو یا ګوزڼ ویروس د سږ میلادي کال لسمه مثبته پېښه ثبت شوه.

په سیمه کې روغتیايي چارواکي وايي چې دا ناروغي په یوې ۱۴میاشتنۍ ماشومې کې تشخیص شوې ده.

د روان کال له پیل راهیسې په ټول پاکستان کې د پولیو لس مثبتې پېښې ثبت شوي چې ۸ یې په خیبر پښتونخوا او ۲ یې په سند ایالت کې دي.

بل پلو، تمه ده د ډیسمبر له ۱۲مې تر ۱۸مې نیټې په ټول پاکستان کې د پولیو واکسینو ملي کمپاین پیل شي.

په دې کمپاین کې به له پنځو کلونو کم عمره ۴۵میلیونه ماشومانو ته د پولیو څاڅکې ورکړل شي.

افغانستان او پاکستان د نړۍ دوه هېوادونه دي چې لا هم په کې د پولیو ناروغي نه ده محوه شوې.

د روغتیا نړیوال سازمان په ګډون یو شمیر نړیوالو ادارو راپور ورکړی چې په افغانستان کې سږ کال د پولیو نژدې پنځوس پېښې ثبت شوي دي.

پولیو ویروسي ناروغي ده چې درملنه نه لري او یوازې واکسین یې مخه نیولی شي.