بخښنې سازمان: افغان ښځې پرله‌پسې پنځم کال له سیستماتیک تبعیض سره مخامخ دي

ارشیف، د یو شمېر افغان مېرمنو شاوخوا ته لرګی په لاس ولاړ یو طالب

د بخښنې نړیوال سازمان د چهارشنبې په ورځ «د لیندۍ په څلورمه» په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راوروسته، افغان ښځې او نجونې په سیستماتیک ډول له خپلو اساسي حقونو بې‌برخې شوې دي.

د خبرپاڼې له مخې، د نجونو پر منځنیو او لوړو زده‌کړو بندیز، د ښځو د کار پر ډېرو فرصتونو محدودیتونه، د تګ راتګ د ازادۍ محدودول او له ټولنیز ژوند څخه د هغوی ګوښه کول په افغانستان کې د ښځو د حقونو د سرغړونو له بېلګو څخه دي.

د بخښنې نړیوال سازمان زیاته کړې چې د دې ادارې د څېړنو له مخې، د افغان ښځو او نجونو وضعیت د بشریت پر وړاندې د جرم په چوکاټ کې د جنسیتي ځورونې او تعقیب بېلګه ده، هغه وضعیت چې د ښځو د بشري حقونو ځیني فعالان‌یې «جنسیتي اپارتاید» بولي.

دغه سازمان له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغان ښځو د وضعیت په اړه خپل مسؤلیت ادا کړي او د هغوی د حقونو د ملاتړ لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې د نومبر له ۲۵مې څخه د ډسمبر تر ۱۰مې پورې د ۱۶ ورځني کمپاین په ترڅ کې به د افغان ښځو د وضعیت په اړه د عامه پوهاوي د لوړولو هڅې وکړي.

دې سازمان له خلکو غوښتي چې د یوه پرانیستي لیک په لاسلیکولو او په ټولنیزو شبکو کې د افغان ښځو د پیغامونو په خپرولو سره د هغوی ملاتړ وکړي.