ملګري ملتونه: د مرستو کمېدو له امله افغان ښځې له حمایوي خدمتونو بې‌برخې شوي

ارشیف، یو شمېر بې‌وزله افغان مېرمنې

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې (یو اېن ومن) خبرداری ورکړی چې د مالي مرستو کمېدو د ښځو او نجونو د ملاتړ خدمتونو ته جدي خطر پېښ کړی او د هغوی پر وړاندې یې د تاوتریخوالي د زیاتېدو زمینه برابره کړې ده.

د ملګرو ملتونو د ښځو ځانګړې استازې سوزان فرګوسن د چهارشنبې په ورځ «د نومبر په ۲۵مه» د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له‌منځه وړلو د نړیوالې ورځې په مناسبت، د ښځو په مشرۍ د بنسټونو لپاره د مالي ملاتړ د سمدستي زیاتېدو غوښتنه وکړه.

د دغه سازمان د اعلامیې له مخې، د روان کال په ترڅ کې د بودجې د کمښت له امله د تاوتریخوالي د قربانیانو لپاره د خدمتونو له ۱۹۳ ډېر مرکزونه تړل شوي چې له امله‌یې تر یو میلیون ډېرې ښځې او نجونې اغېزمنې شوې دي.

همداراز، په ۲۰۲۵ کال کې د ارزول شویو ۷۴ ښځینه بنسټونو نږدې درې پر څلور برخې له مالي ستونزو سره مخ شوې دي او اټکل کېږي چې د دغو بنسټونو نیمایي به د ۲۰۲۷ کال تر اپرېل پورې خپل فعالیتونه ودروي.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې پر ښځو قانوني محدودیتونه، اقتصادي ستونزې او بشري ناورین د هغوی پر وړاندې د تاوتریخوالي خطر زیاتوي.

دې سازمان له دولتونو او نړیوالو مرستندویانو غوښتي چې د ښځو په مشرۍ د بنسټونو مالي ملاتړ ډېر کړي.

د ملګرو ملتونو د موندنو له مخې، افغان ښځې د نارینه‌وو په پرتله نږدې څلور برابره لږ چانس لري چې د عدالت رسمي مېکانیزمونو ته لاسرسی ومومي.