د ملي پراختیا شرکت: د قوش‌تېپې کانال د دوهم پړاو چارې ۹۹ سلنه بشپړې شوي

د قوش‌تېپې کانال

د افغانستان په شمال کې د قوش‌تېپې کانال جوړوونکې کمپنۍ، د ملي پراختیا شرکت، وايي چې د دې کانال د دوهم پړاو چارې ۹۹ سلنه بشپړې شوي او د امو سیند اوبه به «ډېر ژر» دغه کانال ته ورګډې شي.

د ملي پراختیا شرکت د چهارشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د قوش‌تېپې کانال د سربند د جوړولو چارې وروستیو پړاوونو ته رسېدلې دي او د پاتې برخو له بشپړېدو سره به د امو سیند اوبه دغه کانال ته ورواړول شي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د ازبکستان د اوبه لګونې چارو وزیر شوکت خمرایف وویل چې د امو سین اوبه باید د دواړو خواوو ترمنځ د موافقې پر اساس وکارول شي.

ده همداراز وویل چې ممکن د قوش تېپې کانال چارې تر ۲۰۵۰ کال پورې وځنډېږي.

د قوش‌تېپې کانال د جوړولو چارې په ۲۰۲۲ کال کې پیل شوې.

دا کانال شاوخوا ۲۸۵ کیلومتره اوږدوالی لري.