قطر او کاناډا موافقه وکړه چې دوحه به په افغانستان کې د کاناډا د ګټو استازیتوب او د هغو په ساتنه کې مرسته کوي.
په دې اړه لومړنۍ پرېکړه د ۲۰۲۶ کال د نومبر په ۲۴مه په اوتاوا کې د دواړو هېوادونو د ستراتېژیکو خبرو په ترڅ کې شوې وه.
هوکړه د چهارشنبې په ورځ د قطر د بهرنیو چارو وزارت او د کاناډا د بهرنیو چارو، سوداګرۍ او پراختیا وزارت ترمنځ د قطر د صدراعظم او بهرنیو چارو وزیر، شیخ محمد بن عبدالرحمن الثاني او د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې انیتا انند په حضور کې لاسلیک شوه.
دواړو لورو په دې خبرو کې د ستراتېژیکو اړیکو پر پراختیا او په ډیپلوماتیکو، اقتصادي، تجارتي، دفاعي، امنیتي او بشري برخو کې د همکارۍ پر پیاوړتیا خبرې وکړې.
د دغو خبرو په پایله کې د پانګونې یوه هوکړه هم لاسلیک شوه چې هدفیې د دواړو هېوادونو ترمنځ د پانګونو هڅول او ساتنه ده.
بل لور ته، د قطر موزیمونو او د کاناډا د کلتوري میراث ادارې د قطر د ۲۰۲۶ کال د کلتوري پروګرام په برخه کې د کاناډا د ګډون په اړه د همکارۍ یو سند هم لاسلیک کړ.
دا هوکړې د قطر او کاناډا ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره بل ګام بلل کېږي.
د هوکړې له مخې، قطر به په افغانستان پورې اړوندو چارو کې د کاناډا د ګټو په ساتنه او له دغه هېواد سره د اړیکو په دوام کې هم رول ولري.