د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان نوئل بارو د افغان ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو تګلارو ته د «جنسیتي اپارټاید» نوم ورکړ.
هغه د سه شنبې په ورځ د فرانسې د پارلمان په یوه استماعیه غونډه کې غږېده.
«یو داسې رژیم چې د ښځو او نجونو په وړاندې زموږ د پېړۍ تر ټولو بد تبعیض او جلاوالی پلی کوي، هغوی له زده کړې، روغتیایي خدماتو او کاري فرصتونو څخه بې برخې کوي، له عامه ډګر څخه یې حذفوي، او اوس هڅه کوي چې حتی د هغوی نومونه هم له منځه یوسي.»
دا غیر انساني ځورونه یو ځانګړی نوم لري چې تاسو هم یاد کړ او هغه جنسیتي اپارتاید دید فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان نوئل بارو
طالبانو لا د فرانسې د دغه لوړپوړي ډپلوماټ څرګندونو ته څه غبرګون نه دی ښوولی خو تل یې ټينګار کړی چې د دوی په خبره د اسلامي شریعت په چوکاټ کې یې د ښځو حقونه تامین کړي.
د فرانسې په پارلمان کې په ژان نوئل بارو باندې نیوکې هم وشوې په دې خاطر چې فرانسه له طالبانو سره خبرې کوي.
خو دغو نیوکو ته په کتو نوئل بارو له طالبانو سره د ځینو افغان کډوالو د ایستلو په باب خبرې یواځې تخنیکي وبللې او ویې ویل چې دا «هېڅکله د طالبانو د رژیم د رسمیت پیژندلو او تایید په معنی نه دي.»
جنسیتي اپارټایډ لا په نړیوالو قوانینو کې د یوه جرم په توګه نه دی ځای شوی خو فرانسه وایي د «بشریت ضد جنایاتو د مخنیوي کنوانسیون» اړوند مذاکراتو کې د یوه جرم په توګه د جنسیتي اپارټاید د پیژندلو هڅه کوي.
ځینو نورو اروپايي هېوادونو له هغې ډلې هسپانیې هم د افغان ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو تګلارو ته د جنسیتي اپارټاید نوم ورکړی دی.
خو د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس فریلیسن له ازادي راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل «جنسیتي اپارټایډ» ځکه نه کاروي چې لا حقوقي اصطلاح نه ده ګرځول شوې خو پر ځای یې د روم د اساسنامې په چوکاټ کې «د جنسیت پر اساس د ځورونې د جرایمو» عبارت کاروي.
افغانستان هم د روم د اساسنامې غړی دی.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان نوئل بارو د طالبانو د محدودوونکو اقدماتو په وړاندې د افغان ښځو او نجونو د درېدو ستاینه وکړه او ویې ویل چې فرانسه تل د دوی تر څنګ ولاړه ده.
هغه وویل په تېرو پنځو کلونو کې یې هېواد له افغانستان سره شاوخوا ۱۸۷ میلیونه یورو بشري مرسته کړې چې هدف یې د افغان ښځو لاسنیوی دی.