برېتانیه کې د بریښنا او ګازو بیې لوړیږي

لندن کې دشیل کمپنۍ د پټرولو یو پمپ ، ارشیف

د برېتانیا د انرژۍ د بازار د تنظیم ادارې (Ofgem) د چهارشنبې په ورځ (د لیندۍ ۴مه) اعلان وکړ چې د برېښنا او ګاز بیې به د ۲۰۲۷ کال له جنورۍ میاشتې څخه د میلیونونو کورنیو لپاره ۲۶ سلنه لوړې شي.

د دې ادارې د راپور له مخې، د بیو دغه زیاتوالی به د کورنیو کلني لګښتونه شاوخوا ۴۴۳ پونډه زیات کړي او د یوه کال ټول لګښتونه به ۲۱۶۶ پونډو ته ورسوي.

یاده اداره زیاتوي چې ، د بیو دغه لوړوالی به د دغه هېواد شاوخوا ۲۰ میلیونه کورنۍ اغېزمنې کړي؛ خو هغه کورنۍ چې د انرژۍ د ثابتو بیو قراردادونه لري، د خپلو قراردادونو د اعتبار تر پای پورې به اغیزمنې نه شي.

د امریکا او ایران ترمنځ جګړه او د هرمز تنګي له لارې د تېلو د لېږدوونکو بېړیو د تګ راتګ کموالی، په نړیوال بازار کې د انرژۍ د بیو د لوړېدو له مهمو عواملو څخه بلل شوي دي.