د کاپیسا په یوه مدرسه کې د سې شنبې په ورځ «د لیندۍ درېیمه» د ناچاودو مهماتو د چاودنې له امله یو زدهکوونکی مړ او دوه نور ټپیان شوي دي.
د افغانستان کورنۍ رسنیو کاپیسا کې د طالبانو د حکومت د امنیه قوماندانۍ په حواله راپور ورکړی چې چاودنه په تګاب ولسوالۍ کې رامنځته شوې.
امنیه قوماندانۍ زیاتوي: "لومړني معلومات ښيي چې د مدرسې زدهکوونکو د مدرسې په ساحه کې یو ناچاودېدونکی څیز موندلی او له ځان سرهیې ساتلی و چې د ناپوهۍ له امله ورسره د لاسوهنې پر مهال د سهار د لمانځه په وخت چاودنه رامنځته شوې ده."
په دې اړه نور جزئیات نهدي ورکړل شوي.
دا په تېرو څو ورځو کې درېیمه دا ډول چاودنه ده چې په افغانستان کې پېښېږي.
د یکشنبې په ورځ د فاریاب په شیرینتګاب ولسوالۍ کې د ناچاودو توکو چاودنې یوه ښځه او یو ماشوم ووژل.
تر هغه مخکې د شنبې په ورځ د فراه په یوه دیني مدرسه کې د هاوان د زړې مرمې د چاودنې له امله ۴ طالب علمان مړه او ۲ نور ټپیان شوي و.
افغانستان کې د طالبانو د حکومت د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي اداره وايي، د روان میلادي کال له پیل راهیسې په دغه هېواد کې د ماینونو او ناچاودو مهماتو د چاودنو له امله ۲۵۷ کسان مړه او ۸۷ نور ټپیان شوي دي.
د مړو او ټپیانو اکثریت ماشومان دي.