په ایران کې د تقلبي الکولو د څښلو له امله لږ تر لږه ۲۰ کسان مړه شوي

ارشیف، ایران کې نیول شوي ناقانونه الکولي مشروبات

د ایران په بېلابېلو سیمو کې په روانه میاشت کې د ناقانونه جعلي الکولي مشروباتو د څښلو له امله لږ تر لږه ۲۰ کسان مړه او سلګونه نور مسموم شوي دي.

د فرانسې خبري اژانس د سې شنبې په ورځ «د لیندۍ درېیمه» د ایران د دولتي رسنیو په حواله راپور ورکړ چې د نومبر په میاشت کې د دغه هېواد په کچه د جعلي الکولو د مسمومیت ۳۵۶ پېښې ثبت شوې دي.

په ایران کې د الکولي مشروباتو تولید، پلور او څښل منع دي.

د ایران د روغتیا وزارت مرستیال سجاد رضوي دولتي ټلوېزیون ته ویلي: "د وروستیو شمېرو له مخې، ۲۰ کسان مړه شوي او ۱۸۷ نور په روغتونونو کې بستر شوي دي چې له ډلې یې ۳۳ کسان د جدي پاملرنې په څانګه کې دي."

د راپور له مخې، په هغو ولایتونو کې چې دغه پېښې په‌کې رامنځته شوي، چارواکو د پېښو لامل جعلي الکولي مشروبات او د میتانول لرونکي مواد بللي دي.

په ایران کې د الکولو د بندیز سربېره، ناقانونه جعلي الکولي مشروبات په اسانۍ ترلاسه کېږي او وخت ناوخت د مرګونو مسمومیتونو لامل کېږي.