اروپايي ټولنې پر روسیې د نویو بندیزونو وړاندیز کړی

ارشیف، اروپايي کمېسیون

اروپايي کمېسیون پر روسیې د نویو بندیزونو وړاندیز کړی چې له مخې به‌یې د روسیې ورزشکاران د اروپايي ټولنې په سیالیو کې د دغه هېواد تر بیرغ لاندې له ګډون څخه منع شي.

د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دغه بندیزونه چې د دوشنبې په ورځ‌یې وړاندیز اعلان شو، د روسیې پر پخوانیو پوځيانو د ویزو بندیز او د دغه هېواد پر ۶۰ بانکونو او د ډیجیټلي اسعارو پر مؤسسو محدودیتونه هم په‌کې شامل دي.

د اروپايي کمېسیون مشرې، اورزولا فون درلاین ویلي چې ورزشي سیالۍ باید د سیاسي تبلیغاتو پر ډګر بدلې نه‌شي.

هغې ټینګار کړی چې د نویو بندیزونو هدف په اوکراین کې د روسیې د جګړې د تمویل سرچینې محدودول دي.

دا پر روسیې د اروپايي ټولنې د بندیزونو ۲۲مه بسته ده او د عملي کېدو لپاره‌یې د دې ټولنې د ټولو غړو هېوادونو موافقې ته اړتیا ده.