افغانستان کې سږ کال د ماینونو او ناچاودو مهماتو چاودنو ۲۵۷ کسان وژلي

ارشیف، په افغانستان کې د ماین یو شمېر قربانیان

افغانستان کې د پېښو پر وړاندې د مبارزې اداره وايي، د روان میلادي کال له پیل راهیسې په دغه هېواد کې د ماینونو او ناچاودو مهماتو د چاودنو له امله ۲۵۷ کسان مړه او ۸۷ نور ټپیان شوي دي.

د انادولو خبري اژانس د دغه ادارې په حواله راپور ورکړی چې د دغو پېښو ډېری قربانیان ماشومان دي او د وژل شویو ماشومانو شمېر ۱۸۹ تنو ته رسېږي.

په وروستۍ پېښه کې د فاریاب ولایت په شیرین‌تګاب ولسوالۍ کې د ناچاودو توکو چاودنې د یکشنبې په ورځ یوه ښځه او یو ماشوم وژلي دي.

د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې چارواکي وايي، په افغانستان کې لا هم څه باندې ۹۰۰ کیلومتره مربع ځمکه کې ماینونه او ناچاودي مهمات شتون لري.