سرچینې: امریکا له متحدینو سره د سوري ځواکونو د روزنې په اړه خبرې کوي

ارشیف، په ۲۰۱۹ کال کې د سوریې په شمال ختیځ کې د یو شمېر امریکايي سرتېرو شتون

امریکا د سوریې د دولتي ځواکونو د روزنې په اړه خپلو متحدینو سره خبرې کوي.

پنځو باخبره سرچینو روېټرز خبري اژانس ته ویلي چې دا طرحه لا د ارزونې په پړاو کې ده او تمرکز یې د ماینونو پر پاکولو، د چاودېدونکو توکو پر شنډولو او د پولو پر امنیت دی.

که دا پلان ومنل شي، نو ښايي د راتلونکي کال په ترڅ کې د امریکا یو محدود شمېر پوځیان د پروګرام د پلي کولو لپاره سوریې ته ستانه شي.

خو د بشري حقونو په تړاو د سوریې د ځینو ځواکونو د سابقې په اړه اندېښنې او په امریکا کې قانوني خنډونه د دې طرحې پر وړاندې له مهمو ننګونو څخه ګڼل کېږي.

روېټرز خبري اژانس د دغه پلان په هکله د سوریې دفاع وزارت نظر غوښتی، خو ځواب‌یې نه‌دی ترلاسه کړی او د دې پروګرام د عملي کېدو په اړه لا هم نهايي پرېکړه نه‌ده شوې.