د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ګواښ کړی که ایران د سمندري محاصرې د ماتولو هڅه وکړي کښتۍ به یې هدف وګرځول شي.
هغه له فاکس نیوز سره په مرکه کې دا خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې د ایران د سمندري ځواکونو کښتۍ به د سمندر تل ته ولیږي.
اخوا د ولسمشر ټرمپ تر دې څرګندونو وروسته د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي اعلان کړی چې د امریکا سمندري محاصره به ونه زغمي او ورسره د مقابلې لپاره به له هر ډول پوځي، سیاسي او ډپلوماټیکو لارو کار واخلي.
هغه همدارنګه وویل چې که امریکا خپلې ژمنې پوره کړي نو ایران به په لنډ وخت کې هرمز تنګی پرانیزي.
امریکا د اسد میاشتې له ۲۳مې د ایران سمندري محاصره بیا پيل او په وروستیو کې یې لا پسې پراخه کړې.
د امریکا له خوا د ایران سمندري محاصرې د ایراني تیلو صادرات سخت محدود کړي.