په مادرید کې د افغان ښځو د ملاتړ لپاره غونډه وشوه

مادرید کې د افغان ښځو د ملاتړ لپاره غونډه وشوه

د افغان ښځو د حقونو د ملاتړ په هدف د هسپانیې په پلازمینه مادرید کې غونډه وشوه.

د HearUS یا موږ واورئ څلورمه کلنۍ غونډه یکشنبه او دوشنبه د افغان ښځو د بنسټ او د هسپانیې د بهرنیو چارو وزارت په همکارۍ ترسره شوه.

د هسپانیې د بهرنیو چارو وزیر خوزه مانوئل آلبارس دې غونډې ته وویل چې افغان ښځې باید هیرې نه شي.

هغه په خپله وینا کې ټینګار وکړ چې د عدالت د تامین، ازادۍ او راتلونکې لپاره د افغان ښځو د هڅو لپاره ژمن دی او باید د ښځو په وړاندې جرمونه بې سزا پاتې نه شي.

دې غونډه کې لسګونه افغان ښځینه فعالانو، ډپلوماټانو او د بشري حقونو فعالانو برخه اخیستې وه.

دوی سږ کال تر ډېره پورې د افغان ښځو لپاره د عدالت په تامین، حساب ورکوونې او په رهبرۍ کې د افغان ښځو په مشارکت باندې بحثونه وکړل.