اوکرایین د لیبیا سواحلو ته نږدې پر یوې روسۍ جنګي بېړۍ او یوې کارګو کښتۍ ډرون بریدونه کړی

بنغازي کې د روسي بېړۍ د هدف ګرځېدو پېښه

اوکراییني ځواکونو تېره شپه د لیبیا سواحلو ته نږدې یوه روسۍ جنګي بېړۍ او یوه کارګو کښتۍ په سمندري ډرون بریدونو سره هدف ګرځولې دي.

د اوکرایین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي په خپله ایکس پاڼه د یادو بریدونو اړوند ویډیو خپره کړې.

هغه تایید کړه چې د دوی امنیتي ځواکونو دا عملیات په بریا سرته ورسول او د روسیې جنګي بېړۍ مرکیوري یې ډوبه کړه.

زیلینسکي همدارنګه ویلي چې پوځیانو یې د روسیې یوه کارګو کښتۍ هم چې وسلې یې لیږدولې تر برید لاندې راوستې.

لیبیا تایید کړې چې په دغو بریدونو کې لږ تر لږه لس کسان په مرکیوري بېړۍ کې ټپیان شوي.

روسیه په لیبیا کې چې په دوو برخو ویشل شوې د نفوذ په لټه کې ده خو لیبیا وايي چې د اوکرایین – روسیې جګړې کې ښکېله نه ده.

د لیبیا د ختیځ حکومت دا بریدونه د دغه هېواد د ملي حاکمیت نقض او د سمندري امنیت لپاره ګواښ بللي.