د جرمني لپاره بدیل ګوند (AfD) شریک مشر تینو کروپالا د افغانانو په شمول د ۲.۶ میلیونه کډوالو د بېرته ستنولو غوښتنه کړې ده.
هغه د بیلډ رسنۍ له یوه پاډکسټ سره مرکه کې ویلي چې د مجرمو کډوالو سربېره چې باید وایستل شي د افغانستان، سوریې او اوکراین شاوخوا ۲ اعشاریه شپږ میلیونه کډوال هم د ده د وړاندیز په اساس باید له جرمني ووځي.
هغه دلیل راوړی چې د اوکرایین د جګړې په ختمېدو او په سوریې او افغانستان کې د امنیتي شرایطو په ښه کېدو سره به نور د خوندیتوب او پناه اړتیا نه وي او باید دا خلک بېرته ستانه شي.
جرمني په تېرو شاوخوا دوو کلونو کې څه باندې ۲۶۰ افغان کډوال ډیپورټ کړي او ویلي یې دي چې دوی جرمي دوسیې درلودې یا مکرر جرمونه یې کړي و.
افغانستان ته چې اوسمهال د طالبانو تر واک لاندې دی د افغان کډوالو بېرته استول، تل د هغو سازمانونو او فعالانو له نیوکو سره مخ شوي چې د کډوالو د حقونو لپاره کار کوي.