د ایران د بشري حقونو یوه سازمان ویلي چې ایراني پوځیانو دری افغان کډوال په ډزو وژلي

سراوان کې ایراني پوله ساتي

د ایران د بشري حقونو یوه سازمان حال وش راپور ورکړی چې دری افغان کډوال د ایراني پوځیانو په ډزو سره وژل شوي.

دغه سازمان د شنبې په ورځ خبر ورکړی چې دا پېښه د سیستان بلوچستان ولایت سراوان ښار ته نږدې شوې او د دوی د موندنو په اساس دا افغان کډوال چې یو ماشوم، یوه ښځه او یو سړی دي په سر په ډزو لګېدلي.

د دغو کسانو مړي تر ډبرو لاندې پټ شوي و او لا یې نور جزییات نه دي روښانه.

ازادي راډیو په خپلواکه توګه د دغه خبر کره والی نه شي تاییدولی خو تر دې مخکې سیستان بلوچستان ته نږدې سیمو کې ګڼ افغان کډوال په بیلابیلو پېښو کې مړه شوي.

د دغه خبر تر لیکلو پورې د ایران اسلامي جمهوریت پوځي یا قضايي چارواکو د دې پېښې او یا د دغو دریو کډوالو د وژل کېدو د څرنګوالي په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.