م.م: تېرو دریو کلونو کې څه باندې شپږ نیم میلیونه افغانان له ایران او پاکستان څخه راستانه شوي

له ایرانه راستانېدونکي کډوال

د ملګرو ملتونو سازمان ویلي چې په تېرو دریو کلونو کې څه باندې شپږ نیم میلیونه افغانان له ایران او پاکستان څخه راستانه شوي.

دغه سازمان یکشنبه ناوخته په خپله ویبپاڼه د کډوالو عالي کمیشنرۍ یو ان اچ سي ار په حواله راپور ورکړی چې له دې ډلې لږ تر لږه درې میلیونه افغانان یواځې په ۲۰۲۵ کال کې راستانه شوي.

د ملګرو ملتونو په خبره د راستنو شویو دغه لوی شمېر د افغانستان په نفوس کې لس فیصده زیاتوالی راوستی چې ورسره د هستوګنې کورونو، کارونو او عامه خدماتو په برخو کې سخت فشار رامنځته کړی.

د کډوالو عالي کمیشنرۍ په خپل راپور کې له ګڼو هغو افغانانو سره خبرې کړي چې په ایران یا پاکستان کې یې کارونه درلودل او د ښه ژوند څښتنان وو خو خپل اصلي وطن ته په راستنېدو له ستونزو سره مخ دي.