پر بحرین د ایران وروستيو بریدونو د سعودي عربستان او قطر نیوکې پارولي او هغه یې غندلي

په بحرین کې د ایران له خوا یوه لګېدلې سیمه

سعودي عربستان او قطر پر بحرین د ایران بریدونه په کلکه غندلي دي.

د بحرین د کورنیو چارو وزارت یکشنبه اعلان وکړ د ایران د بریدونو په نتیجه کې چې د شنبې په ورځ په یوه ملکي صنعتي سیمه شوي لږ تر لږه دوه کسان ټپيان دي.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ په یوه بیان کې ویلي چې په بحرین کې د ایران بریدونه په کلکو ټکو غندي او تهران یې د خلیج هېوادونو پر ضد په «بیرحمانه یرغل» تورن کړی.

خو د ایران سپاه پاسداران ځواکونو د شنبې په ورځ ادعا کړې چې په بحرین کې یې امریکایي تاسیسات هدف ګرځولي.

اخوا د قطر د بهرنیو چارو وزارت هم د یکشنبې په ورځ په خپل بیان کې ویلي چې په بحرین باندې د ایران بریدونه په کلکه غندي او دغه بریدونه چې د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړاوی دی په سیمه کې کړکېچ له پسې زیاتوي.