د ملګرو ملتونو د سرمنشي د څوکۍ لپاره کاندیدې لانا نسیبه ویلي چې د افغان ښځو له ملاتړه هرکلی کوي او د بریا په صورت کې به د هغوی خدمت وکړي.
هغې د فرانسې خبري اژانس سره په یوه مرکه کې ویلي چې د افغان ښځو شاوخوا ۲۵ ټولنو له هغې خپل ملاتړ ښوولی او دا ملاتړ د دې د کمپاین لپاره ډېر ارزښت لري.
تر شپږم ټولګي ښکته د ښوونځیو نجونې بدخشان کې ښوونځي ته په لار
یو شمېر بنسټونو د سوډان په کړکېچ کې د اماراتو د ښکېلتیا په سبب د ملګرو ملتونو د سرمنشي د څوکۍ لپاره د لانا نسیبه په کاندیداتورۍ باندې نیوکې هم کړي.
د اغلې نسیبه په خبره د افغان ښځو له ملاتړه یې الهام اخیستی او غواړي د بریا په صورت کې د هغوی خدمت وکړي.
لانا نسیبه زیاته کړې چې له یو شمېر افغان مېرمنو سره یې په ځینو غونډو کې لیدلي دي.
اغلې نسیبه شاوخوا لس کاله په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو دایمي استازې وه او څو واره یې په خپلو ویناو کې د تعلیم، کار او ټولنیز مشارکت په برخو کې د افغان ښځو پر حقونو ټينګار کړی.
متحده عربي امارات د افغانستان د ښځو او نجونو ترڅنګ ولاړ دی، په داسې حال کې چې هغوی د کار، زده کړو او په ټولنه کې د خپل مشارکت د حقونو لپاره هڅه کوي؛ هغه حقونه چې په بشپړ ډول د اسلامي عقیدې او زموږ له کلتور سره سمون لريد ملګرو ملتونو د سرمنشي د څوکۍ کاندیده
لانا نسیبه شاوخوا یوه میاشت مخکې د ملګرو ملتونو د سرمنشي څوکۍ لپاره خپله کاندیداتوري اعلان کړه.
د هغې د نوماندۍ په لومړیو ورځو د افغانستان د ښځو د حقونو ملاتړو شاوخوا ۲۵ بنسټونو له هغې خپل ملاتړ اعلان کړی و.
دغو بنسټونو په خپل لیک کې ټینګار کړی چې د ملګرو ملتونو په راس کې د یوې ښځې موجودیت ځکه افغان ښځو او نجونو ته ډېر مهم دی چې دا مسله «طالبانو او د هغوی په څېر ډلو ته قوي پيغام ورکوي چې ښځې د مشرتابه،ډپلوماسۍ او پریکړې نیولو په لوړو کچو کې موجودې وي.».
لانا نسیبه د منځني ختیځ او یواځینۍ مسلمانه ښځه ده چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي څوکۍ لپاره نومانده ده که څه هم د ځینو نورو هېوادونو ښځو هم دې څوکۍ ته خپلې نوماندۍ اعلان کړي.
د ملګرو ملتونو د اوسني سرمنشي انتونیو ګوتیریش کاري دوره د ډسمبر په ۳۱مه پای ته رسیږي او د هغه ځای ناستې/ځای ناستی د جنوري په لومړۍ کار پیلوي.
خو تر هغه مخکې باید کاندیدان لږ تر لږه ۹ تشویقي رایې ترلاسه کړي او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پنځو دایمي غړو له خوا ویټو نه شي.
لانا نسیبه ټينګار لري چې د ملګرو ملتونو د سازمان لسم سرمنشي باید یوه ښځه وي ځکه د دې په خبره دا به د ډېرو ځوانو ښځو او نجونو او همدارنګه هلکانو او نارینه و لپاره د هیلو او خوشبینۍ نښه وي.