افغان سندرغاړی وحید صابري ومړ

افغان سندرغاړی وحید صابري

افغان سندرغاړی وحید صابري د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ.

په تاشکند کې د افغانانو د ټولنې مشر نعمت‌الله رحماني امریکا غږ ته د صابري د مړینې خبر تأیید کړی دی.

رحماني ویلي، کله چې هغوی د شنبې په سهار د هغه کور ته ورغلل، د وحید صابري جسد یې وموند.

رحماني زیاته کړې چې مرحوم صابري له "پخوا څخه د زړه ناروغي درلوده او د ډاکترانو په لارښوونه تر څارنې لاندې و".

وحید صابري په افغانستان کې د ۶۰مې هجري شمسي لسیزې یو له مشهورو سندرغاړو څخه و.

هغه د «باران» په نوم د موسیقۍ د ډلې غړی هم و چې مشري یې بل افغان سندرغاړي، فرهاد دریا کوله.

فرهاد دریا ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې وحید صابري د هغه د ځوانۍ او هنري فعالیتونو ډېر خوږ ملګری و او په مړینه‌یې خپله ژوره خواشیني څرګنده کړه.

یو شمېر نورو افغان سندرغاړو او د هغه د غږ مینه‌والو هم د وحید صابري پر مړینه خواشیني ښودلې ده.