د فراه په یوه دیني مدرسه کې د هاوان د زړې مرمې د چاودنې له امله ۴ طالب علمان مړه او ۲ نور ټپیان شوي دي.
د فراه ولایت لپاره د طالبانو حکومت د امنیه قوماندانۍ ویاند کلیمالله ننګیال د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې چاودنه د بکواه ولسوالۍ په مربوطاتو کې شوې ده.
هغه ویلي: "طالبالعلمانو مرمۍ مدرسې ته لېږدولې وه چې هلته کوچنیو طالبالعلمانو پرې فشار راوړ او په پایله کې یې د مدرسې دننه چاودنه رامنځته شوه."
د پولیسو په وینا، وژل شويو زدهکوونکو د ۱۰ او ۱۶ کلونو ترمنځ عمرونه لرل او ټپیان د فراه مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، په ۱۹۸۹ کال کې له افغانستانه د شوروي ځواکونو له وتلو راهیسې، تر ۴۵ زرو ډېر افغانان د جګړو څخه د چاودېدونکو پاتې شونو او ماینونو له امله مړه یا ټپیان شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) د اکټوبر په میاشت کې خپل راپور کې ویلي چې د روان کال له جنورۍ څخه تر سپټمبر پورې په افغانستان کې د چاودېدونکو توکو له امله د ملکي وګړو د مرګژوبلې ۳۲۴ پېښې ثبت شوې دي.
په دې پېښو کې تقریباً له هرو ۱۰ وژل شویو او ټپیانو څخه اتهیې ماشومان و.