د عربستان په مشرۍ پوځي ائتلاف پر جازان ولایت د بالستیک توغندیو برید شنډ کړ

ارشیف، د سعودي عربستان د پوځي ائتلاف تر ملاتړ لاندې ځواکونه

د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ائتلاف د جمعې په ورځ وویل چې دافع هوا ځواکونو یې د هغو دوه بالستیک توغندیو مخه ونیوله او له منځه‌یې یوړل چې د یمن د حوثیانو له‌خوا د سعودي عربستان په جنوب کې د جازان ولایت په لور توغول شوي و.

ائتلاف زیاتوي چې د توغندیو ټوټې د الشقیق په سیمه راپرېوتې او مسئول کسان د وضعیت په وړاندې غبرګون لپاره لاس په کار شوي، خو د مرګ‌ژوبلې په هکله‌یې څه ونه‌ویل.

د یمن حوثیانو چې د ایران له ملاتړه برخه‌من دی مخکې ګواښ کړی و چې په دې سیمه کې د انرژي تأسیسات په نښه کوي، خو دا نه‌ده څرګنده شوې چې دغو تأسیساتو ته زیان اوښتی کنه.

ائتلاف مخکې ویلي و چې د حوثیانو د امکاناتو د له منځه وړنې لپاره‌یې د سره سمندرګي په غاړه د حدیده په بندر برید کړی دی.