سېف د چلډرن: افغانستان لا هم د ماشومانو لپاره د نړۍ له پنځو مرګونو سیمو دی

ارشیف، د ماینونو د خطرونو په اړه یو شمېر افغان ماشومانو ته د خبرتیا ورکولو بهیر

د ماشومانو د ژغورنې نړیوال سازمان (سېف د چلډرن) وايي، افغانستان لا هم د ماشومانو لپاره د نړۍ له پنځو تر ټولو مرګونو سیمو څخه شمېرل کېږي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې هره میاشت په اوسط ډول شاوخوا ۴۰ ملکي وګړي د ماینونو او ناچاودو توکو د چاودنو له امله وژل کېږي یا ټپیانېږي.

په ۲۰۲۵ کال کې د دغو چاودنو نږدې ۷۰ سلنه قربانیان ماشومان و.

د ماشومانو د ژغورنې سازمان په خپل تازه راپور کې چې د پنجشنبې په ورځ «د لړم په ۲۸مه» خپور شوی، ویلي چې په تېرو ۲۰ کلونو کې د نړۍ په جګړو کې تر ۱۷۱ زرو ډېر ماشومان مړه یا ټپیان شوي دي.

د راپور له مخې، د ماشومانو له هرو ۱۰ قربانیانو څخه اووه‌یې یوازې په پنځو هېوادونو او سیمو، یعنې افغانستان، سوریه، فلسطیني سیمو، سومالیا او یمن کې و.