پاکستان کې د ګازو لېږدوونکي موټر سره د یوه بس ټکر ۱۰ کسان وژلي

ارشیف، په پاکستان کې په یوه ټرافیکي پېښه کې وژل شوي کسان

د پاکستان پولیسو د پنجشنبې په ورځ وویل، د بلوچستان په ایالت کې د مایع ګازو لېږدوونکي موټر سره د یوه مسافر وړونکي بس د ټکر له امله، د درېیو ماشومانو په ګډون ۱۰ کسان مړه شوي دي.

دا پېښه د چهارشنبې په ورځ «د لړم په ۲۷مه» د اورمارې ښارګوټي ته نږدې شوې ده.

بس چې له تربت څخه کراچۍ ته روان و، تر ټکر وروسته‌یې اور واخیست.

د فرانسې خبري اژانس د ځايي پولیسو له قوله راپور ورکړ چې د بس اته سپرلۍ او د بار وړونکي موټر دوه سپرلۍ مړه شوي دي.

لومړنۍ څېړنې ښيي چې بار وړونکی موټر د سړک پر خلاف لوري روان و.

د پېښې ۲۷ ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.