په مادرید کې د افغان ښځو څلورمه غونډه جوړېږي

ارشیف، په مادرید کې د افغان ښځو یوه غونډه

د افغان ښځو لپاره د ښځو بنسټ وايي، «زموږ غږ واورئ» څلورمه غونډه به د نومبر په ۲۲ او ۲۳مه د هسپانیا د بهرنیو چارو وزارت په همکارۍ د دغه هېواد په پلازمېنه مادرید کې جوړه شي.

د ښځو بنسټ د چهارشنبې په ورځ وویل، د غونډې اصلي موضوع به د عدالت او سولې په ټینګښت کې د افغان ښځو مشري او حساب ورکونه وي.

په دې غونډه کې به افغان ښځې، ډیپلوماتان، د ملګرو ملتونو استازي، د بشري حقونو کارپوهان او مدني فعالان ګډون وکړي.

د هسپانیا د بهرنیو چارو وزیر، خوسې مانوېل البارس، به هم غونډې ته وینا وکړي.

هسپانیا په تېرو کلونو کې هم د افغان ښځو په ملاتړ د غونډو کوربه‌توب کړی دی.

د غونډې ګډونوال به د نجونو پر زده‌کړو، د ښځو پر اقتصادي پیاوړتیا، عدالت، د ښځو پر حقونو او د افغانستان د سولې په بهیر کې د هغوی پر ونډې خبرې وکړي.