سعودي ائتلاف وايي د حوثیانو یو توغندی یې شنډ کړی دی

ریاض کې د پاچا خالد هوايي ډګر ته څیرمه د تیلو د ذخیرې څخه د لوګي د پورته کیدو انځور

د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف وايي، د حوثي وسله‌والو یو توغندی یې شنډ کړی او له منځه وړی دی.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د سعودي عربستان د ملکي دفاع ادارې دیمن له حوثیانو سره د نښتو ددوام په ترڅ کې، د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۲۷مه) د سعودي عربستان د جنوبي ښارونو جازان، نجران او خمیس مشیط اوسېدونکو ته د احتمالي خطر خبرداری ورکړی دی.

په عین حال کې، د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، نن د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د یوې زورورې چاودنې غږ اورېدل شوی او یو شمېر اوسېدونکو د ریاض هوايي ډګر ته څېرمه د لوګي د لیدلو خبر ورکړی دی.

له پیښې مخکې د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف اعلان وکړ چې د حوثیانو له خوا د ریاض ښار پر لور توغول شوی یو کروز توغندی یې نسکور کړی دی.

د ایران له ملاتړ برخمنو حوثیانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.