روبیو: فکر نه کوم پر واشنګټن د «چټل بم» د برید نږدې ګواښ موجود وي

د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ، په واشنګټن کې د «چټل بم» په وسیله د برید لپاره د ایران د احتمالي پلان په اړه د سي‌اېن‌اېن د راپور په غبرګون کې ویلي، دی فکر نه کوي چې د امریکا پلازمېنه به له کوم سملاسي ګواښ سره مخ وي.

د«چټل بم» بم اصطلاح داسې وسلې ته کارول کیږي چې د عادي چاودېدونکو توکو په وسیله راډیواکټیف مواد په چاپېریال کې خپروي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، روبیو د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۲۷مه) د فلیپین په پلازمېنه مانیلا کې، پر واشنګټن د احتمالي برید په اړه د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل: «د امریکا استخباراتي ادارې په دوامداره توګه امنیتي ګواښونه ارزوي.»

هغه زیاته کړه چې ځینې کسان داسې معلوماتو ته دلاسرسي ادعا کوي چې په حقیقت کې یې په اختیار کې نه دي خو یوازې د دې لپاره چې د دولتي ادارو برېښنالیک پته لري، د خبریالانو لخوا د اعتبار وړ ګڼل کیږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې د هغه نیوکې په ځانګړې توګه د سي‌اېن‌اېن د یاد راپور په اړه نه دي، بلکې په عمومي توګه د رسنیو د استخباراتي سرچینو په اړه خبرې کوي.