د امریکا د عدلیې وزارت اعلان وکړ چې د پاکستان تبعه او د ایران د سپاه پاسداران روزل شوی عامل، آصف مرچنت، د ډونالډ ټرمپ او نورو امریکايي چارواکو د ترور لپاره توطیه کې د لاس لرو له امله په ۲۷ نیم کاله بند محکوم شوی دی.
نوموړی تورن شوی و چې د پنځه زره امریکايي ډالرو په بدل کې د اجیرو قاتلانو د ګمارنې په هڅې سره یې په توطیه کې ګډون درلود.
د امریکا د عدلیې وزارت د هغې اعلامیې له مخې چې د سېشنبې په ورځ، د لړم په ۲۶مه خپره شوې، د نیویارک د یوې د فدرالي محکمې قاضي، اریک کومېټي، ۴۸ کلن آصف مرچنت د پولې هاخوا د ترهګریز اقدام د ترسره کولو د هڅې او د اجیرانه وژنې د توطیې په تور په ۳۳۰ میاشتو بند محکوم کړی دی.
د امریکا د عدلیې وزارت وايي، مرچنت په ۲۰۲۲ کال کې له سپاه پاسداران سره همکارۍ ته مخه کړې وه او د یوه خپلوان له لارې یې په دغو ځواکونو کې له خپل ارتباطي کس، "یوسف مرهرداد"، سره اړیکه ټینګه کړې وه.
د دې اعلامیې له مخې، مرچنت له ۲۰۲۳ کال راهیسې د شاوخوا یو نیم کال په موده کې نږدې ۱۵ ځله په تهران کې له خپل ارتباطي کس سره ولیدل او په دغو لیدنو کې یې د استخباراتي ضد فعالیتونو په برخه کې روزنه ترلاسه کړه. وروسته ورته دنده وسپارل شوه چې د امریکايي چارواکو د ترور د تنظیمولو لپاره امریکا ته سفر وکړي.
د امریکا د عدلیې وزارت په وینا، مرچنت ته لارښوونه شوې وه چې د عملیاتو د ترسره کولو لپاره له مجرمینو یا د مافیا له غړو څخه کسان وګوماري او امریکا کې په یوه سیاسي غونډه کې د ترور اقدام ترسره کړي.
امریکايي څارنوالانو ویلي، چې د دې توطیې اصلي هدف ډونالډ ټرمپ و، خو د هغه مهال د امریکا ولسمشر جو بایډن او د جمهوري غوښتونکي ګوند په لومړنیو ټاکنیزو سیالیو کې د ټرمپ سیاله نیکي هیلي هم د احتمالي هدفونو په توګه په پام کې نیول شوي وو.