د نړیوال بانک تازه راپور له مخې، تمه کېږي چې د افغانستان اقتصاد به په ۲۰۲۶ کال کې د ښو کرنیزو حاصلاتو له امله ۳ سلنه وده وکړي.
خو راپور دا اټکل هم کوي چې د هر وګړي اقتصادي تولید به د نفوسو د ۶،۶ سلنې احتمالي زیاتوالي له امله ۳،۳ سلنه راکم شي چې دا به په تېرو درېیو پرله پسې کلونو کې د هر وګړي د اقتصادي تولید درېیم کلنی کموالی وي.
راپور زیاتوي چې سره لدې چې سږني حاصلات ښه و خو بیاهم د روان ۲۰۲۶ کال په سپټمبر او اکتوبر میاشتو کې تخمینا ۱۵.۹ میلیونه کسان د خوړو له سختې ناامنۍ سره مخ وو.
راپور وړاندې وايي په داسې حال کې چې پاکستان سره سوداګریزې لارې تړل شوي دي د افغانستان شاوخوا ۹۷ سلنه واردات دمنځنۍ اسیا او ایران له لارو ترسره کیږي او صادرات دروان ۲۰۲۶ کال د اپریل او سپتمبر میاشتو ترمینځ موده کې نسبت تیرکال ته څه دپاسه ۱۵ سلنه راکم شوي دي.
راپور د ژوندانه د کچې د ښه والي لپاره څو لومړیتوبونه په ګوته کوي، چې پکې د سوداګرۍ لپاره د ډاډمنو لارو تامین، هغو ولایتونو کې د کاري فرصتونو پراخول چې ګڼ شمیر ستانه شوي کډوال په کې میشت شوي ، او د ښځو او نجونو په زده کړو او کار محدودیتونه لیرې کول ، شامل دي .