د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ د سې شنبې په ورځ «د لړم په ۲۶مه» وویل چې واشنګټن د امریکا په پلازمېنه کې د ایران لهخوا د یوه ډول «چټل بم» په وسیله د احتمالي برید د پلانولو موضوع جدي بولي.
«چټل بم» هغه ډول وسله ده چې د عادي چاودېدونکو توکو په وسیله راډیو اکټیف یا وړانګې خپروونکي مواد په چاپېریال کې خپروي.
دا بم د اټمي وسلې خلاف اټمي چاودنه نهرامنځته کوي، خو کولای شي شاوخوا سیمې په راډیو اکټیف موادو ککړې کړي، پراخه ګډوډي رامنځته کړي او د خلکو ترمنځ وېره خپره کړي.
ولسمشر ټرمپ دا څرګندونې د «سياېناېن» ټلوېزیوني شبکې د یوه راپور او په دې اړه د امریکا د استخباراتي ارزونو په تړاو د یوې پوښتنې په ځواب کې وکړې.
ټرمپ د فیلیپین په پلازمېنه مانیلا کې د جنوب ختیځې اسیا د هېوادونو د ټولنې (اسهان) په سرمشریزه کې د ګډون پر مهال، د عکسونو اخیستلو په یوه پروګرام کې، د یوه خبریال د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا ایران په واشنګټن کې د «چټل بم» د چاودولو پلان لري، خپل سر وخوځاوه او ویېویل: "موږ دا موضوع څېړو."
فیلیپین ته له سفر مخکې له خبریالانو سره د ډونالد ټرمپ خبرې
کله چې ترې وپوښتل شول چې ایا د دغه برید ګواښ نږدې او سمدستی دی، ټرمپ خبرداری ورکړ: "که داسې څه پېښ شي، هغوی (ایران) به داسې بیه پرې کړي چې د تاریخ په اوږدو کې هېڅ هېواد نهده پرې کړې."
ټرمپ د یوې بلې پوښتنې په ځواب کې چې ایا دا برید ښايي ژر ترسره شي، وویل: "هیله لرم چې داسې څه پېښ نهشي، خو موږ دا موضوع ډېره جدي بولو ځکه هغوی په اصطلاح لېونیان دي."
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویاند د «سياېناېن» د راپور په غبرګون کې، د تهران لهخوا د داسې برید د پلانولو ادعاوې "بېبنسټه" وبللې.
«سياېناېن» د دوشنبې په ورځ د هغو اوو امریکايي چارواکو په حواله چې له محرمو استخباراتي معلوماتو خبر دي، راپور ورکړ چې د امریکا نوې استخباراتي ارزونې ښيي، ایران په واشنګټن کې د ټرمپ د حکومت د لوړپوړو چارواکو د په نښه کولو لپاره د «چټل بم» یا کیمیاوي وسلو د کارولو پلانونه جوړوي.
د «سياېناېن» د راپور له مخې، باخبره سرچینو ټینګار کړی چې د دغو پلانونو هدف دا مهال تر ډېره د تهران لپاره د احتمالي انتخابونو برابرول دي او دا په دې معنی نهده چې ایران په نږدې راتلونکي کې د برید پرېکنده تصمیم نیولی دی.
د دوو سرچینو په وینا، په راټولو شویو استخباراتي معلوماتو کې ان د مشخصو ځایونو او هدفونو یادونه هم شوې ده.
ارشیف، د ایران په یوه نندارتون کې د دغه هېواد یو شمېر بېپیلوټه الوتکې
همدا موضوع د امریکا په حکومت کې د احتمالي ګواښ د مخنیوي او ورسره د مقابلې لپاره د تدابیرو د ارزولو په هدف د څو غونډو د جوړېدو لامل شوې ده.
خو امریکايي چارواکي په دې اړه سره یوه خوله نهدي چې ایا ایران د داسې برید د ترسره کولو وړتیا او اراده لري که نه.
یوې سرچینې «سياېناېن» ته ویلي چې تر اوسه څرګنده نهده چې ایران د دا ډول عملیاتو د ترسره کولو لپاره اړین کسان او امکانات لري که نه.
«سياېناېن» همدارنګه راپور ورکړی چې د امریکا په استخباراتي معلوماتو کې داسې نښې هم شته چې ګواکې له ایران سره تړلو کسانو د امریکا په خاوره کې د بم جوړولو لپاره د اړینو موادو د احتمالي زېرمه کولو په اړه خبرې کړې دي، خو د دغو معلوماتو د اعتبار په اړه هم د امریکايي چارواکو ترمنځ اختلاف موجود دی.
د سپینې ماڼۍ ویاندې لورن بېس د دغه راپور په غبرګون کې ویلي چې د امریکا حکومت "ټول احتمالي ګواښونه څاري، خو دا مهال د امریکا د متحده ایالاتو د خاورې پر وړاندې هېڅ باوري ګواښ نهشته."
په ملګرو ملتونو کې د ایران د استازولۍ ویاند هم په یوه اعلامیه کې د ایران لهخوا د کیمیاوي وسلو د احتمالي کارولو تورونه رد کړي او هغهیې "ناسم او له ځانه جوړ شوي" بللي دي، خو دغه ایراني چارواکي د «چټل بم» په وسیله د برید د پلانولو د ادعا په اړه په مشخص ډول څه نهدي ویلي.
د «سياېناېن» راپور یوه اوونۍ وروسته له هغه خپور شو چې امریکايي رسنیو خبر ورکړ، د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بسنټ د ایران لهخوا د خپل ژوند پر وړاندې د ګواښونو له امله په واشنګټن کې خپل استوګنځای پرېښی او د امریکا یوې پوځي اډې ته لېږدول شوی دی.
د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بسنټ
بسنټ هم دغه لېږد تأیید کړی دی.
د روانې اوونۍ په پیل کې د «اسرائیل هیوم» ورځپاڼې هم راپور ورکړ چې د اسرائیل استخباراتي ادارې (موساد) په واشنګټن کې د چاودېدونکو توکو لېږدوونکو بېپیلوټه الوتکو په وسیله د ایران د احتمالي برید د پلان په اړه خبرداری ورکړی دی.
د امریکا د کورني امنیت وزیر د یکشنبې په ورځ د دغه راپور په غبرګون کې وویل چې واشنګټن د ایران لهخوا د ولسمشر ډونالد ټرمپ او د هغه د کابینې د غړو د ترور له احتمالي ګواښونو سره د مقابلې لپاره بشپړ چمتووالی لري.
مارک وېن مولین همدارنګه ډونالد ټرمپ او د هغه کورنۍ د ایران د ترور "لومړی درجه هدف" وبلل.
د ایران د اسلامي جمهوریت لوړپوړو سیاسي او پوځي چارواکو، د ۱۴۰۴ کال د کب میاشتې په نهمه نېټه د امریکا او اسرائیل د بریدونو په لومړیو شېبو کې د دغه هېواد د مذهبي مشر علي خامنهاي له وژل کېدو وروسته، څو ځله د خپل پخواني مشر د "وینې د غچ اخیستلو" پر اړتیا ټینګار کړی دی.