ملګرو ملتونو په افغانستان کې له شاوخوا ۸۲۴ زره اړو کسانو سره د بېړنیو بشري مرستو لپاره ۱۸ میلیونه ډالر ځانګړي کړي دي.
د ریلیفوېب د سې شنبې د ورځې د راپور له مخې، دغه بودجه د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مشر ټام فلېچر منظور کړې، څو د ژمي له رارسېدو مخکې له هغو کورنیو سره مرسته وشي چې له بېوزلۍ، د خوراکي توکو له کمښت او نورو سختو شرایطو سره مخامخ دي.
دغه پیسې به د خوړو، روغتیا، تغذیې، سرپناه، پاکو اوبو او نورو اړینو خدماتو په برخو کې ولګول شي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي برونو لومارکي ویلي، دا مرستې به تر ټولو زیانګالو ټولنو ته ورسېږي، خو ټینګار یې کړی چې د مرستو په رسولو کې د ښځو په مشرۍ د بنسټونو ونډه هم اړینه ده.
د راپور له مخې، ملګرو ملتونو د افغانستان د بشري مرستو له صندوقه هم ۳۰ میلیونه ډالر ځانګړي کړي چې په دې سره د نویو مرستو ټولټال ۴۸ میلیونه ډالرو ته رسېږي.
دا اقدام داسې مهال کېږي چې د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې، په ۲۰۲۶ کال کې په افغانستان کې شاوخوا ۲۱،۹ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.