د سعودي او پاکستان ترمنځ د ۳۰ میلیارده ډالرو د ګازي تأسیساتو د پروژې هوکړه

ارشیف، د سعودي عربستان او پاکستان بیرغونه

د سعودي عربستان د انرژۍ شرکت «ډېلټا انرژي» له یوه پاکستاني دولتي شرکت سره د شاوخوا ۳۰ میلیارده ډالرو په ارزښت د ګازو د نل‌لیکو او نورو تأسیساتو د جوړولو د امکاناتو د څېړلو هوکړه لاسلیک کړې ده.

د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې، په هغې خبرپاڼه کې چې د دواړو شرکتونو له‌خوا د سې شنبې په ورځ «د لړم په ۲۶مه» خپره شوې، ویل شوي چې په دې طرحه کې د افغانستان له پولې د پاکستان تر ګوادر بندر او د هند تر پولې د ګازو د نل‌لیکو غځول هم شامل دي.

سعودي شرکت د افغانستان د کشک د ګازو زېرمې او نورې سرچینې د دغو نل‌لیکو لپاره د ګازو د احتمالي تأمین کوونکو په توګه یادې کړې دي.

د روېټرز په وینا، دا پروژه د ټاپي له پروژې چې د ترکمنستان پر ګازو تکیه لري، جلا ده.

خو شرکتونو ټینګار کړی چې دا هوکړه یوازې د پروژو د امکاناتو د ارزونې لپاره ده او تر اوسه‌یې د پانګونې یا عملي کار وروستۍ پرېکړه نه‌ده شوې.